د چین صنعتي کاري ځواک/لارښود
ایډي: 8400243
نېټه: 21 اکتوبر 2024/وروستی
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او څلور څلوېښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-10-2024 12:09
وروستی سمون: 2024-10-21 14:21
بشپړ خبر
د چین د کمونېست ګوند او دولتي شورا د نوې تګلارې له مخې، دغه هېواد پلان لري چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د خپل صنعتي کاري ځواک د پیاوړتیا لپاره ۲ زره د ملي کچې، ۱۰ زره د ولایتي کچې، او ۵۰ زره د ښاري کچې ماهر صنعتگران وروزي ،چې پرمختللې پوهه، تخنیکي تخصص او نوښتګر مهارتونه به ولري.
دغه هېواد اوسمهال د یو پیاوړي صنعتي کاري ځواک په جوړولو کار کوي، څو د هېواد د عصري کولو او پرمختګ په برخه کې اړین مهارتونه او استعدادونه چمتو کړي، او په دې توګه غواړي د چين د لوی ملت د بيا ژوندي کولو لپاره د پياوړو مهارتونو کلک بنسټ کېږدي.
د نوي صنعتي کېدو د غوښتنو د پوره کولو لپاره، دغه هېواد به عصري حرفوي زده کړو ته وده ورکړي چې په دې سره دا به د هراړخیز تخنیکي وړتیاوو لرونکو ماهرو کارګرانو روزنه پیاوړې کړي او د صنعتي کارګرانو لپاره به د ژوند د روزنې سیسټم ته وده ورکړي. چې موخه یې د نوي صنعت د پراختیا لپاره د بیړنۍ اړتیا وړ استعدادونو رامنځته کول دي.
دغه هېواد به د صنعتي کارګرانو لپاره د زده کړې دوامدارې پروژو ته وده ورکړي، څو د لوړو زده کړو تعلیمي ادارې او پوهنتونونه وهڅوي چې د مهارت لرونکو کارګرانو، معیاري کارمندانو، او تخنیکي کسانو لپاره ټولګي او پرمختللي روزنیز پروګرامونه وړاندې کړي.
دغه راز د نړۍ یاد هېواد به تولیدي سوداګرۍ کې د کارګرانو لپاره د لومړني مهارتونو روزنې ته وده ورکړي او د وړتیا لوړولو لپاره به د ملاتړ پلانونه چمتو کړي.
د پالیسۍ ملاتړ او د کاري خدماتو ښه کولو له لارې به هڅه وشي چې صنعتي چارو ته ډېر ځوانان راجلب شي، او همدارنګه د داسې پروګرامونو رامنځته کول چې اکاډمیک بنسټونه د شرکتونو سره وصل کړي.
همدارنګه دغه هېواد به د مسافرو کارګرانو لپاره د مهارتونو روزنې پیاوړې کړي او د دایمي ښاري اوسېدونکو په توګه د راجستر کولو لپاره د مقرراتو په ساده کولو سره به د ښاري ژوند سره د هغوی په سمون کې مرسته وکړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې مسافر کارګران په ښارونو کې لازمي عامه خدماتو ته مساوي لاسرسی ولري.