د چین بې ویزې پالیسي/سیلانیان
ایډي: 8399737
نېټه: د اکتوبر 15/18، 2024/
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او نهه ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-18 07:06
وروستی سمون: 2024-10-18 07:08
بشپړ خبر
د مسافرت د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۴کال په درېيمه ربع کې په چين کې د سرحدونو د څارنې ادارې لخوا ۴.۸۸۵ میليونه بې ويزې نړيوال سيلانيان ثبت شوي دي، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۷۸.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یادې ادارې په وینا، په ټولیزه توګه سږ کال ۸.۱۸۶ میليونه بهرني اتباعو له چين څخه ليدنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۸.۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
د یادونې وړ ده، چې چین په جولای میاشت کې نوې تګلارې معرفي کړې، چې له مخې یې بهرنيان کولی شي د هانګ کانګ او مکاو په ځانګړو اداري سیمو کې د ثبت شويو سیاحتي ډلو له لارې های نان ولایت ته د ۱۴۴ساعتونو لپاره پرته له ویزې ننوځي او تګ و راتګ وکړي.
سربېره پر دې، دغه هېواد د ۱۴۴ ساعتونو ویزې نه پاک ترانزیت تګلاره په مرکزي چین کې د شینان ولایت او د جنوب لوېدیځ چین په یون نان ولایت کې درې نورو ځایونو ته هم پراخه کړې ده.
دغه ملي ادارې (NIA) راپور ورکړی چې په ټول هېواد کې سرحدي بندرونه د ننوتلو او وتلو ترافیک په فعاله توګه اداره کوي. دوی د مسافرینو لپاره کافي تفتیشي پوستې تضمینوي او د سختې هوا له امله د ګمرک پروسو باندې د اغېزو کمولو لپاره کار کوي.