د چین – خزانې بانډ هانکانګ
ایډي: 8399479
نېټه: د اکتوبر 16، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او یوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-16 07:20
وروستی سمون: 2024-10-16 07:24
بشپړ خبر
د چین د مالیې وزارت (MOF) د پنجشنبې په ورځ په هانګ کانګ کې د بنسټیزو پانګوالو لپاره د شاوخوا ۱.۱۲ میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت پورونه ورکړل.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې سږ کال د پورونو د صادرولو پنځم پړاو د پانګوالو له پراخې خوښۍ سره مخ شوی، او ټولې داوطلبۍ د موجود مقدار څخه ۳.۶۱ ځله زیاتې وې.
په بیان کې ویل شوي، په دې طرح کې ۳ میلیارده یوانو کې دوه کلن پورونه شامل دي، چې بیه یې ۱۰۰.۶۳ یوان او د سود کچه یې ۱.۷۵ سلنه ده. دغه راز ۳ میلیارده یوان په درې کلن پور کې شامل دي چې بیه یې ۱۰۱.۰۱ یوان او سود کچه یې ۱.۸۵ سلنه ده، او ۲ میلیارده یوان پنځه کلن بانډونه دي، چې بیه یې ۱۰۱.۷۲ یوان او سود کچه یې ۱.۹۸ سلنه ټاکل شوې ده.
د مالیې وزارت په پام کې لري چې سږ کال په هانګ کانګ کې د خزانې پورونو په توګه شاوخوا ۷.۸ میلیارد امریکایي ډالر صادر کړي. دا به په شپږو برخو کې ترسره شي، چې موخه یې د هانګ کانګ د نړیوال مالي مرکز په توګه موقف پیاوړی کول دي.