د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، په هېواد کې یووالی یوه بنسټيزه اړتیا ګڼي او پرې ټینګار کوي. نوموړی وايي، افغانان باید له تېره د عبرت درس واخلي، له قوم پالنې او ځينو نورو ستونزو ډډه وکړي. نوموړی همدارنګه زیاتوي چې، په هېواد کې سوله او ټيکاو د افغانانو په یووالي کې نغښتی او اوس د دوی ټولو مسوولیت دی چې، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په خبره، پاکستان او ایران باید د افغان کډوالو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د کډوالو په تړاو پر خپل سیاست غور وکړي. ستانکزی زیاتوي، افغان کډوال د ایران او پاکستان د اوږو بار نهدي؛ بلکې دغه هېوادونه د افغان کډوالو پر پانګونې اباد دي.