چین – لوی بانکونه / د پلازمینې ملاتړ
ای ډي: 8398844
نېټه: اکتوبر 12، 2024 / فایل
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او نهه ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-12 00:59
بشپړ خبر
د چین د مالیې وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د لویو دولتي بانکونو د اصلي پانګې د پیاوړتیا لپاره به ځانګړي دولتي استقراض صادر کړي. هدف یې د دې بانکونو د خطرونو په ښه مدیریت او د حقیقي اقتصاد ملاتړ لپاره د پور ورکولو ظرفیت لوړول دي.
د مالیې وزارت مرستیال لیاو مین وویل چې حکومت به خپلې مالي تګلارې د اقتصادي بدلونونو د ښه مدیریت او د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره تعدیل کړي.
ښاغلي لیاو مین همدارنګه څرګنده کړه چې اوسني وضعیت ته په کتو، د لویو دولتي بانکونو د اصلي پانګې زیاتول ضروري دي، څو دوی په خوندي او مؤثره توګه فعالیت وکړي، د پور ورکولو وړتیا یې لوړه شي او د حقیقي اقتصاد ملاتړ زیات کړي. دا به د اقتصادي بیا رغونې پروسه چټکه کړي او د بازار اعتماد به نور هم لوړ کړي.
هغه وویل چې د مالیې وزارت لا له مخکې د مالي تنظیموونکو سره د ګډې کاري ډلې د جوړولو په موخه کار پیل کړی دی. چې دوی اوس د بانکونو د پانګې د زیاتوالي په اړه مشخصو وړاندیزونو په تمه دي او ټول اړوند کارونه په سمه توګه پر مخ روان دي.