د چین ازمويښتي سپوږمکۍ
ایډي: 8398785
نېټه: د اکتوبر 11، 2024
ځای: چین
موده: ۳۵ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-11 07:25
وروستی سمون: 2024-10-11 07:29
بشپړ خبر
د چین ملي فضایي ادارې (CNSA) خبر ورکړی چې دغه هېواد د جمعې په ورځ په بریالیتوب سره خپله لومړنۍ د بیا کارونې او بېرته راستنېدو وړ ازمویښتي سپوږمکۍ، شیجیان-۱۹ د دونګفینګ په ځمکنۍ ساحه کې ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې دغه سپوږمکۍ د تېر سپتمبر میاشتې په ٢٧مه نېټه د چین د شمالي جيوکوان سپوږمکۍ له مرکز څخه وتوغول شوه، او د الوتنې په ازموینو کې یې یو لړ مهم تخنیکي پرمختګونه هم تر لاسه کړي دي چې پکې د بیا کارونې وړتیا او پرته له زیانه خوندي ترلاسه کېدل پکې شامل و.
د چین د ملي فضایي ادارې په وینا، شيجيان- ۱۹سپوږمکۍ د خپل ماموریت پر مهال په مدار کې د مایکرو ثقل شرایطو پورې اړوند تجربې هم ترسره کړې، چې پکې د فضا د شرایطو لاندې د مایکرو ارګانیزمونو وده او د نوې فضایي ټېکنالوژیو ازموینه شاملېږي.
همدارنګه،دغې سپوږمکۍ د تایلینډ او پاکستان په ګډون د پنځو هېوادونو تجهیزات هم لېږدولي، چې دا د چین د نورو هېوادونو سره د فضایي سپړنې او کارونې په برخه کې همکارۍ ته ژمنتیا څرګندوي.
یادې ادارې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې په سپوږمکۍ ټول تجهیزات پرته له کومې ستونزې په بریالیتوب سره بېرته ترلاسه شوي دي.
د راپورنو له مخې ویل کیږي،دا د لانګ مارچ لړۍ راکټونو ۵۳۷ م ماموریت و.