د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې هېواد ته د ۱.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت، څه باندې ۱.۶ میلیونه ټنه تېل او له ۷۳۴ زره ټنو ډېر ګاز وارد شوي دي. د دغه وزارت ویاند ویلي، د تېلو ډېره برخه واردات له ترکمنستان، روسیې، قرغېزستان، متحده عربي اماراتو، تاجکستان او ایران څخه کېږي. په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي، له نورو هېوادونو د تېلو د واردولو تر څنګ باید په کور دننه، د نفتو له زېرمو څخه د تېلو استخراج ته هم پاملرنه وشي، تر څو افغانستان پر ځان بسیا شي. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبکستاني شرکت په جوزجان کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ګازو د استخراج تړون لاسلیک کړ.