چین-انټرنیټ سکټور/ګټه/جنوري-اګست
ای ډي: 8398551
نېټه: د اکتوبر 10، 2024/
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-10 18:52
وروستی سمون: 2024-10-10 18:56
بشپړ خبر
د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې هیواد د انټرنیټ سکتور په روان ۲۰۲۴ کال کې د سوداګرۍ په عايداتو او د څېړنې او پرمختيايي لګښتونو په برخه کې شاوخوا ۱۶۵.۷ میلیارده امریکایي ډالر عاید ترلاسه کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د انټرنیټ لویو او اړوندو خدماتي شرکتونو ګډ سوداګریز عاید له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې د تیر کال په پرتله ۴.۴ سلنه زیات شوی دی. دا هغه شرکتونه دي چې هر کال لږترلږه ۲.۸۳ میلیونه امریکایي ډالر عاید ترلاسه کوي.
همدارنګه، د څېړنې او پرمختګ لپاره لګښتونه شاوخوا ۸.۷۹ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلي، چې د تیر کال په پرتله ۱.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په لومړیو اتو میاشتو کې د معلوماتي خدماتو له لارې د انټرنیټ سوداګرۍ عاید د تیر کال په پرتله ۷.۵ سلنه وده کړې، پداسې حال کې چې د ورځني خدماتو وړاندې کوونکو پلیټ فارم شرکتونه هم د تیر کال د همدې مودې په پرتله د انټرنیټ عایداتو کې ۳.۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.