چین او ترکیه /محدودیت
ایډي: 8398317
نېټه: د اکتوبر 8، 2024/دوتنه
ځای: چین
موده: یوه دقیقه دوڅلویښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-08 06:00
وروستی سمون: 2024-10-08 07:10
بشپړ خبر
د چین د سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، دغه هېواد د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) ته د شکایت په ډول له ترکیې سره د خبرو غوښتنه کړې، څو د هغو اضافي تعرفو او وارداتو د مقرراتو په اړه وضاحت وغواړي، کوم چې ترکیې د چینایي بریښنایي موټرو او نورو وسایطو پر وړاندې پلي کړي دي.
د دغه وزارت یوه ویاند د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه بېجینګ کې د یوې خبري ناستې پر مهال اعلان وکړ چې چین د ترکیې لخوا د چینایي محصولاتو د وارداتو د محدودیتونو پر وړاندې خپل شکایت ثبت کړی دی.
نوموړي ویاند د یادې خبري ناستې پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي، چې ترکیې د چین څخه وارد شویو بریښنایي موټرو (EVs) او نورو موټرونو پر وړاندې ۴۰ سلنه نوې مالیه او سخت مقررات وضع کړي. چې دا کړنه غیر عادلانه او د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) د قواعدو خلاف عمل دی.
د نوموړي په خبره چې هېواد یې له ترکيې غوښتي چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په اړوندو ژمنو عمل وکړي او سملاسي دا کړنې سمې کړي.
دغه ویاند زیاته کړې، چې چين به د خپلو کورنيو صنعتونو د مشروع حقوقو او ګټو د ساتنې لپاره له ټولو شته لارو چارو کار واخلي.