روسیه/اوکراین کړکېچ/تازه
ای ډي: 8398082
نېټه: د اکتوبر 6، 2024 / فایل
ځای: روسیه او اوکراین
موده: یوه دقیقه او یوویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)، نور
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-06 19:10
وروستی سمون: 2024-10-06 20:02
بشپړ خبر
د روسیې دفاع وزارت د خپلو ځانګړو پوځي عملیاتو په ورځني راپور کې ویلي، چې ځواکونو یې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پر مهمو تاسیساتو بریدونه کړي، خو اوکراین بیا ادعا کړې چې د روسیې پوځي عملیاتو پر وړاندې یې دفاع کړې.
دغه وزارت ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین په اودیسا کې د تېلو یوه ډیپو، د خمیلنیتسکي اوبلاست ښار پوځي هوايي ډګر او د بې پیلوټه الوتکو د قوماندې یو مرکز په نښه کړي دي.
د یاد وزرات د راپور له مخې، د تېرې ورځې په اوږدو کې د روسیې د هوايي دفاع سیستم درې راکټونه شنډ کړي او ۶۸ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړې دي.
په همدې حال کې د اوکراين د پوځ لوی درستیز خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو په کوليکوف ښار کې له کړکېچن حالت سره د اوکراين پر پوستو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
د لوی درستیز په وینا، د اوکراین پوځ روسي ځواکونو ته په پرسونل او تجهیزاتو په برخه کې درانه زیانونه اړولي، چې د هغوی د بریدونو وړتیا یې ورسره کمزورې کړې ده.
په ورته مهال د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو عمومي ریاست ویلي چې د دوی له خوا د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې د هوايي دفاعي توغندیو یو سیستم هم ویجاړ شوی دی.