متحده ایالات-چین/ملي ورځ/استقبال
ای ډي: 8397941
نېټه: د سپتمبر 30، 2024
ځای: متحده ایالات
موده: یوه دقیقه او دوه دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-05 07:27
وروستی سمون: 2024-10-05 09:08
واشنګټن ډي سي، متحده ایالات – د سپتمبر 30، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
په امريکا کې د چين سفارت د دغه هیواد د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت يوه پراخه غونډه جوړه کړې وه، چې پکې د چين او امريکا د بېلابېلو برخو څه باندې ۷۰۰ مېلمنو ګډون کړی و. په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د سياسی، اقتصادي او ټولنيزو ډګرونو مشران او استازي حاضر و، او د چين-امريکا اړيکو پر اهميت يې خبرې اترې وکړې.
د یادې غونډې پر مهال په امريکا کې د چين سفير شي فنګ ګډون کوونکو ته یوه وینا هم وکړه.
دغه راز ميلمنو چينايانو ته د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ٧٥مې کليزې د نمانځنې په مناسبت خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې.
په دې غونډه کې د ختيځې اسيا او ارام سمندر په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، دانيل جوزف کريټن برينک، د چين د خلکو لپاره د سولې، سوکالۍ او خوښۍ هيلې څرګندې کړې. نوموړي د امريکا د حکومت په استازيتوب د چين د ولسي جمهوريت خلکو ته د يوې هوسا او پرمختللې راتلونکې هيله هم وکړه.
بل خوا د واشنګټن د استخباراتو د ادارې پخواني مشر ويليم جونز په نړيوال پرمختګ کې د چين د اغېزناکو مرستو او همکاريو ستاينه وکړه، او د دې هېواد هڅې يې د نړۍ په اقتصادي پرمختګ او ثبات کې مهمې وبللې.
جونز د چين د پرمختګ په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د چين پرمختګ د نړۍ په تاريخ کې يو مهم بدلون راوستی، او دا هېواد د نړۍ د جنوب لپاره د يوې بېلګې په توګه رامنځته شوی دی. نوموړي د چين خلکو ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې او هغوی يې د لوړو وړتياوو، هوښيارۍ او سخت زحمت له امله وستايل، چې په بې ساري ډول يې سترې برياوې تر لاسه کړې دي.