د لبنان بې ځایه شوی نفوس
ایډي: 8397785
نېټه: د اکتوبر 3/2/سپتمبر 24، 2024
ځای: لبنان
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-04 02:12
وروستی سمون: 2024-10-04 04:07
بیروت، لبنان – د سپتمبر 24، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي (UNSCOL) دفتر مشر عمران رضا ویلي، چې په لبنان کې د سپټمبر میاشتې له ۲۳نېټې راهیسې د اسراییلو د هوایي بریدونو په نتیجه کې څه باندې یو میلیون وګړي بې ځایه شوي دي.
عمران رضا ویلي، په دغه هېواد کې ملکي وګړي له یوې جدي انساني فاجعې سره مخ دي. نوموړي زیاته کړې چې د اسراییلي بریدونو له امله په لبنان کې ګڼې مهمې ملکي ودانۍ هم سختې زیانمنې شوې دي.
ښاغلي رضا له اسراییلي لوري وغوښتل چې د جګړې نړیوال اصول رعایت کړي، څو مرستندویه ډلو ته اجازه ورکړل شي چې اړمنو خلکو ته لاسرسی ومومي، او د ملکي زېربناوو او اوبو سیسټمونه خوندي کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په تېرو لسو ورځو کې د بېځایه شویو خلکو لپاره د اوبو، خوراکي توکو او سرپناه غوښتنې په ناڅاپي توګه زیاتې شوې دي.
له دې سره هممهاله د لبنان د سرپرست حکومت بېړني کمېټې د تېرې پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د ۸۹۲ لنډمهاله سرپناوو څخه ۶۷۷ اوس په بشپړ ډول ډکې شوې دي.