روسیه/اوکراین کړکېچ/تازه
ایډي: 8397587
نېټه: د اکتوبر 2، 2024/دوتنه
ځای: روسیه او اوکراین
موده: یوه دقیقه او اوه دېرش ثانیې
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-03 16:02
وروستی سمون: 2024-10-03 16:06
ځای نامعلوم ده – د اکتوبر په 2، 2024 خپور شو
بشپړ خبر
روسي ځواکونه وايي، چې د دوی سرتېرو د اوکراین په دونتېسک سیمه کې یو بل ښارګوټی نیولی، پداسې حال کې چې اوکراین له روسي پوځ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د شاوخوا ۶۰ نښتو خبر ورکړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د خپلو ځانګړو پوځي عملیاتو په ورځني راپور کې ویلي، چې روسي ځواکونو د دونتېسک په سیمه کې د یاد ښارګوټي کنټرول ترلاسه کړی دی.
په دغه راپور کې دغه راز ویل شوی، چې د روسیې پوځ د اوکراین پر پوځیانو او وسلو، لکه هویتزر باندې پراخ بریدونه کړي او دغه راز د دوی هوايي دفاعي ځواکونو ۳۲ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې هم ویشتلې دي.
په همدې حال کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په همدې ورځ په دغه سیمه کې د ټولټال ۵۷ جنګي نښتو خبر ورکړ.
اوکرایني لوري ویلي، روسي ځواکونو د پوکروفېسک په لور ۱۱ بریدونه کړي، چې اته یې په شا تمبول شوي او درې نښتې یې اوس هم روانې دي.