د پاکستان له بندخونو د افغان بندیانو تر خوشي کېدو وروسته د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم د ۱۵ نورو افغان بندیانو له خوشي کېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۲ میاشتو راهیسې د پاکستان د پېښور په بندخونه کې بندیان وو. د سرپرست حکومت سر کونسل، عبدالجبارتخاري بیا وايي، د سند ایالت په بندخونو کې ۴۳ تنه افغان کډوال بندیان دي چې له ډلې یې ۱۳ تنه خوشې شوي او د نورو د خلاصون هڅې روانې دي. له دې سره په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ننګونو له هغې ډلې اجباري اېستلو سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو، د ایران او پاکستان په بندخونو کې ۱۱ زره افغان کډوال بندیان دي.