د بامیانو ولایتي مسوولین وايي، د هغو لرغونو سیمو سړکونه به بیا ورغوي، چې تر دا مهاله د سیلانیانو له نظره پناه وو. چهل برج د کوشانیانو له دورې پاتې نظامي او تاریخي کلا ده، چې تاریخي مخینه یې دولسمې او دیارلسمې زیږدیزو پېړیو ته ور ګرځي. دا لرغونې ودانۍ چې د بامیان یکاولنګ دویم نمبر ولسوالۍ کې موقعیت لري، د یوې تپې پرسر څلوېښت کوچني او ستر برجونه له خامو خښتو، خټو او تېږو څخه جوړه شوې ده. ډېری دغه برجونه د دې تپې په لاندینې برخه کې جوړ شوي دي، او لږ اثار یې پر ځای پاتې دي، خو لوړ برجونه یې ښکلي تزیین شوي دي چې لاهم د هر لېدونکي پام ور اړوي.