د مکسیکو-ولسمشر افتتاح/چین
ایډي: 8397564
نېټه: د اکتوبر 1، 2024
ځای: مکسیکو
موده: ۲۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-02 11:05
وروستی سمون: 2024-10-02 12:43
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، د چين د ولسمشر شي جين پينګ ځانګړې استازې تي نينګ د سه شنبې په ورځ د مکسیکو د ولسمشرې کلاډیا شینباوم پاردو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
اغلې کلاډیا شینباوم پاردو د روان ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۶۲ کلنې په عمر له بریا وروسته د سه شنبې په ورځ د مکسیکو د لومړۍ ښځینه ولسمشرۍ په توګه لوړه وکړه.
له مراسمو وروسته د چين د ملي ولسي کانګرس مرستيالې تای له شينبام سره د کتنې په ترڅ کې نوموړې ته د چین د ولسمشر شي جين پينګ مبارکۍ او نېکې هيلې وړاندې کړې.
اغلې تای د یادو مراسمو پر مهال وويل، چې په وروستيو کلونو کې چين او مکسیکو خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړې چې د دواړو هېوادونو لپاره ستراتيژيکې، بشپړوونکې او ګټورې دي.
هغې زياته کړه چې چين چمتو دی چې له مکسیکو سره د پرمختيايي تګلارو د سمون پياوړتيا غښتلې کړي څو دواړه هېوادونه د عصري کېدو په لاره کې د ګډ پرمختګ لپاره د باور وړ ملګري او ښه همکاران شي.
له دې سره هممهاله د مکسیکو نوې ولسمشرې کلاډیا شینباوم پاردو له تای څخه وغوښتل چې د چین ولسمشر ته د هغې درناوی او صادقانه سلامونه وړاندې کړي نوموړې دغه راز د هغې د لوړې مراسمو ته د ځانګړي استازي د لېږلو له امله مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې مکسیکو او چین ښه ملګري دي او تل به د یو بل ملاتړ کوي.
شينباوم وويل، د مکسیکو نوې اداره له چين سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي او چمتو ده چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره دوستانه تبادلې لا پياوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا زيات پرمختګ لپاره ګډ کار وشي.