نیپال – سیلابونه / ویجاړتیا
ایډي: 8397235
نېټه: د سپتمبر 29-29، 2024
ځای: نیپال
موده: یوه دقیقه او څلور ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-30 08:13
وروستی سمون: 2024-09-30 11:08ي
کتمندو، نیپال – د سپتمبر 28، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
په نیپال کې ځايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د پرله پسې سختو بارانونو له کبله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو په ترڅ کې نږدې ۲۰۰ کسان وژل شوي او ۳۱ نور لادرکه دي.
یاد چارواکو د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې د مونسون سېلابونو او ځمکښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۹۳ ته لوړ شوی، چې ډېری کسان لا هم ورک دي.
د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې سېلابونو ډېری کورونه وران کړي، لویې لارې بندې شوې او د برېښنا مزو ته هم سخت زیان اوښتی دی.
د چارواکو په وینا، د هېواد نږدې یو پر درېیمه برخه برېښنا د سېلابونو له امله بنده شوې او د هېواد نږدې ټولې لویې لارې چې د پلازمېنې کتمندو ښار د هېواد له نورو برخو سره نښلوي د سېلابونو او ځمکښویېدنې له امله بندې شوې دي.
د کتمندو ښار اوسېدونکې مایا هاپا ماګر هغه وېروونکې شېبه یادوي چې د سېلابونو له کبله یې هر څه له لاسه ورکړي دي.
یو بل تن چې له سېلابونو څخه ژوندی پاتې شوی وايي، د سهار شاوخوا څلور بجې وې چې سېلاب راغى او هر څه یې له منځه یوړل. د خوړلو لپاره هېڅ نشته سېلاب زموږ ټول مالونه له ځانه سره وړي، خو موږ په تېښته بريالي شوو او خپل ځانونه مو وژغورل.
ویل کېږي د ورستیو بارانونو شدت د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې نه و لیدل شوی، په تېرو څو ورځو کې په ځینو باراني سیمو کې د باران د شدت کچه ۳۲۲.۲ ملي میترو خبر ورکړل شوی دی.
د ځپل شوې سيمې اوسېدونکی راجيش کمار مهارجن وويل چې اوس د تېر کال په پرتله د اوبو کچه تر ټولو لوړه شوې ده. هغه وايي، ما شاوخوا ۱۵ یا ۲۰ کاله وړاندې دا ډول سېلاب ليدلی و.