د چین ملي ورځ / د بیرغ پورته کولو مراسم
ایډي: 8397250
نېټه: د اکتوبر 1، 2024
ځای: چین
موده: څلور دقیقې او اوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-30 16:49
وروستی سمون: 2024-09-30 17:17
بېجینګ، چین – د اکتوبر 1، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ٧٥مې کليزې د نمانځنې په موخه د سه شنبې په سهار د پلازمېنې بېجينګ په تيان ان من ميدان کې د ملي بيرغ پورته کولو پراخ مراسم تر سره شول.
ملي بيرغ د چين د خلکو د ازادۍ د پوځ (PLA) د ۹۶ سرتېرو له لوري راوړل شو چې په پراخ هرکلي سره په تیان ان من میدان کې پورته شو.
د یادونې وړ ده، چې زيات شمېر چينايان هر کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه د تيان ان من په میدان کې د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم د ملي ورځې د نمانځلو دود جوړ کړی دی.
د سه شنبې په سهار د هېواد له ګوټ ګوټ څخه زرګونه خلکو په دغه میدان کې راټول شوي وو. دوی د ځانګړو شېبو د لیدو لپاره ساعتونه ښاعتونه انتظار کاوه. کله چې د چین ملي سرود پیل شو دوی هم وایه او د ملي بیرغ پورته کېدلو ننداره یې کوله، ډېری خلکو بیرغونه په لاس کې نیولي وو او پر مخونو يې د چین د ملي بيرغ سټيکرونه هم لګولي وو.
د ویلو وړ ده چې د تيان ان من ميدان په منځ کې د ۱۸ مترو په اوږدوالي سره د ګلانو ګېډۍ هم د دغه ملي ورځې په مناسبت اېښودل شوې وه.