د غزې تړانګه – د مړېنې شمېره / تازه خبر
ایډي: 8397110
نېټه: د سپټمبر 29، 2024/وروستی
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او اوه څلويښت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 29-09-2024 18:14
وروستی سمون: 2024-09-29 19:47
د غزې ښار، د غزې تړانګه – د سپتمبر 21، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
ځایي روغتیایي چارواکي وايي، په غزه د اسراییلو د روانو خونړیو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېر ۴۱۵۹۵ کسانو ته رسېدلی او څه باندې ۹۶۲۵۱ نور ټپیان شوي دي.
روغتیايي چارواکو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه تړانګه باندې د اسراییلو په پوځي عملیاتو کې ۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
د غزې د ملکي دفاع چارواکو په وینا، اسراییلي پوځیانو د یکشنبې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات د کډوالو کمپ ته څېرمه پر یوې ودانۍ هوايي برید وکړ، چې لږ تر لږه شپږ تنه پکې ووژل شول او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
دوی دغه راز ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د غزې په شمال بیت لاهیا کې د بې ځایه شویو خلکو په یوه موقت ښوونځي باندې د اسراییلو په برید کې هم څلور تنه ووژل شول. خو د اسراییلو دفاعي ځواکونو بیا ادعا کړې چې پر ښوونځي برید کې د حماس هغه غړي په نښه شوي و چې هلته پکې پټ و.