د الوتنې ځنډول/بیروت
ایډي: 8397014
نېټه: د سپتمبر 28، 2024
ځای: متحده عربي امارات
موده: یوه دقیقه او څلور ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-29 02:04
وروستی سمون: 2024-09-29 05:31
بشپړ خبر
د متحده عربي اماراتو او نږدې ګاونډیو هېوادونو هوایي شرکتونو اعلان کړی چې دوی به د لبنان پلازمېنې بیروت ښار ته د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ له امله د خپلو الوتنو ځنډول وغځوي.
د روان وضعیت له امله هوایي شرکتونه هڅول شوي څو د خپلو کارمندانو ګومارنه زیاته کړي، چې مسافرین په وخت د الوتنو له تازه معلوماتو خبر کړي.
د شنبې په ورځ له دوبۍ څخه بیروت ښار ته یوازینۍ الوتنه د دوبۍ په نړیوال هوایي ډګر کې لغوه شوه. د هوایي ډګر کارمندانو ویلي چې په هماغه ورځ له دوبۍ څخه د اسراییلو تل ابیب ته د معمول په څېر لږ الوتنې شوې وې.
په ورته مهال د اماراتو هوايي شرکت د هوايي ډګر د خدماتو د څانګې مدیر ژو جي وويل، موږ باید په دې سیمو کې د امنیت په اړه محتاط واوسو. ډېری هوایي شرکتونه بیروت ښار ته الوتنې لغوه کړې. موږ هم بیروت ښار ته خپلې الوتنې د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ځنډولې دي.
د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د اتحاد هوایي شرکت هم بیروت ښار ته د خپلو ټولو الوتنو د ځنډولو اعلان کړی دی.
سربېره پر دې، عراق، مصر، اردن او قطر هوايي شرکتونو هم خبر ورکړی، څو چې وضعیت عادي کېږي بیروت ښار ته به خپلې الوتنې ځنډېدلې وساتي.
د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د حزب الله ډلې د حماس سره د پیوستون ښودلو لپاره د اسراییلو سره خپلو پولو کې پر یو بل بریدونه کوي.
خو اسراییلو د دوشنبې په ورځ په لبنان کې پراخ هوايي بریدونه پیل کړل چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې په دغه هېواد کې د اسراییلو تر ټولو لوی بریدونه یاد شوي دي.