د چین د جایزې مراسم
ای ډي: 8396983
نېټه: د سپټمبر 29، 2024
ځای: بیجینګ چین
موده: درې دقیقې او پنځه ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 29-09-2024 14:45
وروستی سمون: 2024-09-29 21:28
بیجینګ، چین – د سپتمبر 29، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کاليزې د نمانځلو په مناسبت د يکشنبې په سهار په پلازمېنه بېجينګ کې د پنځلسو ممتازو شخصيتونو د ستاينې لپاره د لوړې دولتي جايزې ورکولو ځانګړي مراسم تر سره شول.
د جایزې ورکولو مراسم د دغه هیواد د خلکو د غونډو په لوی تالار کې د چين د ولسي جمهوريت د ملي سرود سره پیل شول.
جايزې ګټونکو په یاد مراسمو کې له ولسمشر شي جين پينګ څخه د جمهوريت مډال، د دوستۍ مډال او افتخاري لقبونه ترلاسه کړل.دا جایزې د هغو کسانو لپاره وې چې د هیواد په پرمختګ او نړیوالو همکاریو کې مهم رول لوبولی و.
د دغه مراسمو مشري د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې غړي،دغه راز د مرکزي کميټې د دارالانشاء غړي او د ګوند او دولت د درناوي د کميټې مشر په غاړه درلوده.
د یادونې وړ ده،چې د چین د جمهوریت سره او طلایي مډالونه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د چین د جوړونې او پرمختګ لپاره یې سترې مرستې کړي وي. د طلایي او شین مډالونه چې د دوستۍ مډالونه بلل کېږي، د بهرنیانو لپاره د چین تر ټولو لوړه دولتي مډالونه دي. دا مډالونه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د چین د پرمختګ لپاره یې مهمې هڅې کړي وي،دغه راز د چین او نورو هیوادونو ترمنځ یې همکاري پراخه کړې وي، او د نړیوالې سولې ساتلو کې یې پراخه ونډه اخیستې وي.
د ملي اتلولۍ مډالونه په ځانګړې توګه په سرو او طلایی رنګونو کې بیا هغه اتلانو ته ورکول کیږي چې د هیواد په بیلابیلو برخو او سکټورونو کې یې د پام وړ کار کړی دی