د چین مرستیال لومړی وزیر/نیپال
ایډي: 8396651
نېټه: د سپټمبر 26، 2024
ځای: چین
موده: ۵۶ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-09-2024 07:53
وروستی سمون: 2024-09-26 07:58
بېجینګ، چین – د سپتمبر 26، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د لومړي وزیر مرستیال دينګ شيانګ په پلازمېنه بېجينګ کې له خپل نيپالي سیال او د ماليې له وزير بشنو پرساد پاوديل سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پياوړتيا یې ژمنې تازه کړې.
ښاغلي دينګ د یادې لیدنې پر مهال ویلي، چې چين او نيپال دواړه د غرونو او سيندونو په واسطه سره تړلي دوستانه ګاونډيان دي چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د برابرۍ او متقابلو ګټو ښه بېلګه يې وړاندې کړې ده.
نوموړي وویل، په ۲۰۱۹ کال کې نيپال ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ د تاريخي سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو خپلې دوه اړخيزې اړيکې د ستراتيژيکو همکاريو په برخه کې د پرمختګ او سمسورتيا لپاره د تلپاتې دوستۍ په توګه زیاتې او پیاوړې کړې دي.
هغه وویل، چین چمتو دی چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د لارښوونې پر بنسټ په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي، دغه راز د کمربند او لارې په پروژه کې د لوړ کيفيت همکارۍ پياوړتيا، د دوستۍ لپاره د خلکو ملاتړ پیاوړی کړي څو د چین او نیپال اړیکې نويو لوړو پوړونو ته ورسي.
له بلې خوا د نیپال د لومړي وزیر مرستیال پاوديل وويل، نيپال د يو چين پېژندنې پر اصولو ټينګ ولاړ دی او د خپلو اصلي ګټو د ساتنې لپاره د چين پراخ ملاتړ کوي.
هغه دغه راز وویل، هېواد يې له چين سره د حکومتولۍ د تجربو د تبادلې د پياوړتيا او په بېلا بېلو ساحو کې د عملي همکارۍ د پياوړتيا په لټه کې هم دی.