لبنان-اسراییل/بیروت/هوایي برید
ایډي: 8396827
نېټه: د سپټمبر 27/24، 2024
ځای: لبنان
موده: یوه دقیقه او دوه ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-27 15:19
وروستی سمون: 2024-09-27 17:05
بیروت، لبنان – د سپتمبر 27، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي، د بیروت په جنوبي ښار داحیه باندې د اسراییلو په تازه خونړي هوايي برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په وینا دغه برید د جمعې په ماسپښین د بیروت په جنوبي سیمه داحیه باندې شوی چې د چاودنې غږ یې تر ۱۰ کیلومترۍ لرې محسوس شوی، ویل کېږي دغه برید د کال تر ټولو خونړی برید و.
د چین د مېډیا ګروپ (CMG) خبریال سي ژیاونګ راپور ورکړی چې د بیروت د سویلي ښارګوټي پر وړاندې د اسراییلي الوتکو لخوا د ترسره شويو بریدونو لړۍ اووم ځل ته ورسېده. نوموړي زیاته کړې چې دا برید د بیروت په پلازمېنه کې تر ټولو لوی برید و. د راپور له مخې، په تېرو شپږو بریدونو کې حزب الله د خپلو دوه مشرانو، څو قوماندانانو، او ګڼو مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
بلخوا د اسراییلو د دفاعي ځواکونو ویاند دانیل هجري دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې دوی د حزب الله مرکزي سیمه په نښه کړې وه، چې د هستوګنې تر ودانیو لاندې یې موقعیت درلود.
دغه سیمه د حزب الله د وسله والې ډلې مرکز هم بلل کېږي. دغه ویاند څرګنده نه کړه چې ایا د دې ډلې مشر حسن نصرالله یې د برید هدف و او که د برید پر مهال هغه مهال هلته و.
دا هوايي بریدونه په بیروت کې وروسته له هغه وشول چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړه.
د نتانیاهو دفتر ویلي چې د اسراییلو لومړي وزیر د جمعې په ورځ له خپل هوټل څخه د هوايي برید اجازه ورکړه او پرېکړه یې وکړه چې ملګرو ملتونو ته د خپلې وینا وروسته له ټاکل شوي وخت څخه ډېر ژر اسراییل ته راستون شي.
د جمعې په ورځ د عمومي اسامبلې په جریان کې، نتانیاهو د لبنان سره په زیاتېدونکي شخړه کې سمدستي اوربند رد کړ. هغه د ایران له خوا د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې اسراییل د تهران له خوا تنظیم شوې شخړې له څو جبهو سره مخامخ دي.
اسراییلو د دوشنبې په ورځ په لبنان کې پراخ هوايي بریدونه پیل کړل چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر ټولو خونړي او لوی بریدونه بلل شوي دي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې روانو بریدونو له کبله تر اوسه په دغه هېواد کې نږدې ۷۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
له دې سره هممهاله د کډوالۍ نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې، کله چې حزب الله د حماس په ملاتړ د اسراییلو په شمال کې جګړه پیل کړه، تر اوسه پورې له ۲۰۰۰۰۰ څخه ډېر خلک په لبنان کې بې ځایه شوي دي.