اقتصاد وزارت وايي، له افغانستان سره د بشري مرستو کمول او یا هم درول د نړۍوالو د حقوقو او اخلاقو خلاف دي. د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري زیاتوي، نړۍ ته نه ښايي چې، له بشري مرستو د خاصو موخو د پرمخ بیولو لپاره سیاسي ګټه پورته کړي. د امریکا د مجلس استازي ډان مویزر د دغه هېواد کانګرس ته یوه نوې لایحه وړاندې کړې، چې لمخې یې افغانستان سره مرستې د له سرپرست حکومت سره د بندي امریکايي وګړو تر ازادۍ پورې مشروطې شوې دي. نوموړي ټینګار کړی، چې دا طرحه د رایان کوربت او جورج ګلزمن د ازادۍ د تضمین لپاره جوړه شوې ده.