چین او روسيه،ملګري ملتونو غونډه
ای ډي:8396601
نیټه: د سپټمبر 25، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-09-2024 18:35
وروستی سمون: 2024-09-26 18:53
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د سپتمبر 25، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په کتنه کې ویلي، چې هیواد به یې تل له روسيې سره د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو اصلي هيلې ته رښتينی پاتې شي او د دواړو هېوادونو د خلکو د ښېګڼې لپاره به د نوي عصر لپاره هراړخيزې ستراتيژیکې همکارې نورې هم پياوړې کړي.
وانګ یې د یادې کتنې پر مهال زیاته کړې، دواړه خواوې بايد د څو اړخيزتوب بيرغ لوړ وساتي او د ملګرو ملتونو په مرکز کې د يو عادلانه او معقول نړيوال حکومتدارۍ سيستم ته وده ورکړي.
هغه زياته کړه چې چين به د بريکس ډلې د مشر په توګه د رول لوبولو په برخه کې د روسيې بشپړ ملاتړ وکړي او د بريکس هېوادونو د همکارۍ د نوي فصل د پرانيستلو لپاره به د کازان سرمشريزې لپاره به کډ کار وکړي.
په ورته مهال بیا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وویل، روسیه چمتو ده چې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا لپاره کار وکړي. دواړ مشرانو د یادې لیدنې پر مهال د اوکراین د کړکېچ په ګډون پر بېلابېلو مسایلو هم خبرې اترې وکړې.








