یکشنبه, مارچ 8, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

لسګونو زره لبنانیان بیروت ته د سرپناه لپاره په وتلو دي

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 26, 2024
3 0
0
لسګونو زره لبنانیان بیروت ته د سرپناه لپاره په وتلو دي
4
SHARES
15
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8396495.webm

د لبنان بې ځایه شوي اوسیدونکي

ای ډي: 8396495

نېټه: د سپټمبر 24، 2024

ځای: لبنان

موده:دوه دقیقې او پنځه ثانیې

سرچینه: د (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 25-09-2024 04:58

وروستی سمون: 2024-09-25 06:44

بیروت، لبنان – د سپتمبر 24، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

په لبنان کې د دوشنبې له ورځې راهیسې د اسرائیلو د پراخو هوايي بریدونو له امله زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.له دغه هیواد څخه رپوټونه وايي،چې د سه شنبې تر ورځې دې بریدونو له کبله ۵۵۸ تنه وژل شوي او ۱۸۳۵ زیات ټپیان دي.

په دغه هیواد کې د ورستیو بریدونو له کبله د خوندیتوب موندلو په هیله ډیری خلک د تړلو سړکونو له لارې د پلازمینې بیروت شمال ته ځي څو هلته پناه واخلي.

د حسین نصر په نوم یو تن بې ځایه شوی یوازې دومره توانیدلی چې په سویلي لبنان کې له خپل کور څخه د لنډمهاله استوګنې مرکز ته د سامان یوه کوچنۍ کڅوړه واخلي.

نوموړی وايي،راته ډېره ستونزمنه وه خو له نېکه مرغه زه ژوندی پاتې شوم. هغوی په څو مترۍ کې یوه ودانۍ بمبار کړه، او زما کور یې په ټوټو ولګېد له برید وروسته زه د شپې له خپل کور څخه ووتم او وتښتېدم.

نصر وویل،چې دغه پناه ځایونه په چټکې سره د کډوالو  څخه ډکیږي،کوم چې د اسراییلو د بریدونو د سختوالي شاهدي ورکوي.

يو بل بې ځايه شوي اوسيدونکي وويل، کله چې موږ ورسیدو، دوی زموږ هرکلی وکړ او له موږ څخه یې وغوښتل چې د غرمې تر ډوډۍ پورې استراحت وکړو، او وویل چې دوی به موږ ته یوه کوټه راکړي خو وروسته یې وویل چې دا سرپناه ډکه ده او دوی به زموږ لپاره یو  بل سرپناه ځای پیدا کړي.

په لسګونو زره لبناني اوسیدونکي چې د دغه هیواد له بیلا بیلو سیمو څخه بیځایه شوي د جنوبي لبنان په بیکا دره کې په هغو ښوونځیو کې پناه اخیستې چې په موقتي  پناه ځایونو بدل شوي دي.

په ورته مهال د لبنان د چاپیریال وزیر ناصر یاسین، چې د ملي بحران د غبرګون د همغږۍ کمیټې مشري هم کوي وايي،ډیری عامه ښوونځي د سرپناه په مرکزونو بدل شوي، چې اوس مهال ۲۵۶ ښوونځي یې د پناه ځایونو په توګهکارول کیږي.چې له جنوب څخه د بې ځايه شويو کسانو شمېر په پرانستو مرکزونو کې ۲۷۰۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. نوموړي زیاتوي چې د واليانو او ځایی چارواکو سره په همغږۍ یې یو ډشبورډ جوړ کړی څو دا معلومات په دوامداره توګه چمتو او په منظمه توګه وګوري.

راپورنه وايي،نړیوال سازمانونه د بې ځایه شویو اړتیاوو  په پوره کولو کې مرسته کوي.

له دې سره هممهال په لبنان کې د یونیسف استازي ایډوارډ بیګبیدر وویل،چې یونیسف له ټولنو او بیلابیلو وزارتونو سره مرسته کوي څو د زرګونو بې ځایه شویو خلکو وضعیت حل کړي.نوموړې زیاته کړې،چې توشکونه، چادرۍ، کمپلې او د حفظ الصحې کټونه په یادو و مرستو کې شاملې دي.

ویل کیږي دا په ۲۰۰۶ کال کې له اسرایلو سره د ۳۳ ورځنۍ جګړې راهیسې په لبنان کې تر ټولو لویه او وژونکې بمبارۍ بلل شوې ده.

په دغه هیواد ډیری اوسیدونکي وايي دوی هیله لري چې د جګړې اور به اوږد نه شي او یا به په ټولیزه توګه جګړه ونه کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي
روغتیا

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026
هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي
وروستی خبرونه

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026
امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي
وروستی خبرونه

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved