د چین جنګي الوتکې / پیل
ای ډي: 8396439
نېټه: د سپټمبر 25، 2024
ځای: بیجینګ چین
موده: ۲۰ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 25-09-2024 01:38
وروستی سمون: 2024-09-25 01:42
بیجینګ، چین – د سپتمبر 25، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د پوځ يوه جګپوړي قوماندان ویلي، چې چین به ددغه هیواد د هوايي چلند او فضايي چارو په پنځلسم نړيوال نندارتون کې چې د چې “اير شو چين” په نامه هم يادېږي، څو نوي ډوله جنګي الوتکې نندارې ته وړاندې کړي.
د چين د خلکو د ازادۍ پوځ د هوايي ځواک مرستيال يو چينګ جيانګ چې د چهارشنبې په ورځ یې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې يو شمېر جنګي الوتکې به په راتلونکي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.چې دغه جټ الوتکې به د اوږد واټن ستراتیژیکو ماموریتونو او هوايي بریدونو په برخه کې خپلې وړتیاوې وښيي.
ښاغلي يو چينګ جيانګ دغه راز وویل،موږ به هغه تجهيزات نندارې ته وړاندې کړو چې خلک يې په هوايي نندارتون کې ليدو ته لېواله دي، ځکه موږ غواړو چې د چين د هوايي ځواک پرمختګ د ټولنې له ټولو برخو سره شريک کړو.
په پام کې ده د چين پنځلسم هوايي نندارتون د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د چين د جنوبي ګوانګ دونګ ولايت په ژو های ښار کې تر سره شي.ویل کیږي له ۱۹۹۶ کال له پيل راهيسې دغه نندارتون په کور دننه او بهر د پرمختللو هوايي چلند او فضايي تکنالوژۍ او تجهيزاتو د نندارې لپاره يوه مهمه کړکۍ ګرځېدلې ده، او همدارنګه د هوایی چلند او فضایی ټیکنالوژیو او تجهیزاتو په برخه کې د سوداګرۍ همکارۍ هڅولو لپاره یو نړیوال پلیټ فارم هم نومول شوی ده.