د چین-آسیان نندارتون/ پرانستل
ای ډي: 8396360
نېټه: د سپټمبر 24، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او پنځه ویشت ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-24 06:04
وروستی سمون: 2024-09-24 06:08
د چین جنوبي چین – د سپتمبر 24، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
د چين او آسيان هیوادونو تر منځ ۲۱م نندارتون او د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه غونډه وړمه ورځ د چين د جنوبي ګوانګ شي جوانګ کوراکې سيمې په نان نينګ ښار کې پرانيستل شوه.
د سږ کال نندارتون نږدې دوه سوه زره متره مربع ساحه پوښلي،چې له ۳۰۰۰ زره څخه به ډیر سوداګریز شرکتونه پکې ګډون وکړي.
د چين مرستیال لومړي وزیر دينګ شيانګ د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ویلي، چې چين غواړي له آسيان سره د عملي همکارۍ د ژورتيا لپاره کار وکړي او د ګډې راتلونکې لپاره د چين او آسيان د نږدې ټولنې جوړولو لپاره نوی فصل پیل کړي.
د دغه نندارتون ګډون کوونکي وايي، چې دا او دې ته ورته غونډې د چين او اسيان هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د ژورتيا لپاره ښه فرصت برابروي.
د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ او صنايعو مرستيال عبدالله ال صالح وویل چې د چين او آسيان په نندارتون کې ګډون کول زموږ لپاره ویاړ دی. هغه زیاته کړه چې چين له نږدې شلو کلونو راهيسې د متحده عربي اماراتو يو له مهمو سوداګريزو همکارانو څخه دی. نوموړي دا هم څرګنده کړه چې متحده عربي امارات له آسيان سره ټينګې ستراتيژيکې اړيکې لري او په راتلونکي کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ډېر فرصتونه او امکانات شتون لري.
د سږکال نندارتون نوې نندارې برخې هم وړاندې کوي چې د ستراتیژیکو رابرسېره کیدونکو موضوعاتو، ډیجیټل ټیکنالوژۍ او د آسیان لوړ تخنیکي محصولاتو ته ځانګړې شوې دي. ویل کیږي دغه نندارتون له څلورو ورځو څخه پنځو ورځو ته غځول شوی، چې پکې به یوه ځانګړې ورځ د خلکو لپاره پرانيستې وی. د یادولو وړ ده چې د نندارتون په جریان کې به یو لړ فعالیتونه ترسره شي، چې پکې د نړیوالو خدماتو سوداګرۍ سرمشریزه، خبرې اترې او ترویج، او د پایلو خپرول شامل دي.