یکشنبه, مارچ 8, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

بېجینګ: د لبنان د حاکميت او امنيت د ساتلو ټينګ ملاتړ کوو

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 25, 2024
4 0
0
بېجینګ: د لبنان د حاکميت او امنيت د ساتلو  ټينګ ملاتړ کوو
6
SHARES
22
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8396246.webm

چین،د بهرنیو چارو وزیر، لبنان

ای ډي: 8396246

نېټه: د سپټمبر 23، 2024

ځای: بېلابېل ځایونه

موده:۵۷ ثانیې

سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 23-09-2024 20:38

وروستی سمون: 2024-09-24 02:41

د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د سپتمبر 23، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د لبنان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بو حبيب سره د ليدنې پر مهال ویلي، چې هیواد یې د لبنان د ملي حاکميت، امنيت او ملي کرامت په ساتلو کې ددغه هیواد ټینګ ملاتړ کوي.

وانګ یي د یادې لېدنې پر مهال ویلي، چې له لبنان سره د اوږدې مودې دوديزې دوستۍ په لرلو سره په سيمه کې وروستی کړکیچ په ځانګړې توګه د مخابراتي وسايلو وروستۍ چاودنې له نږدې څاري او د ملکي وګړو پر ضد له بې توپيره بريدونو سره سخت مخالفت کوي.

ښاغلي وانګ یي وويل، چې له خپل ځواک څخه کار اخیستل به په منځني ختيځ کې ستونزې هوارې نه کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې هیواد یې د هر هغه عمل په کلکه غندنه کوي چې د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه کوي.

نوموړي وویل، چې په غزه کې اوسنی وضعیت د شخړو د پراخیدو اغیزې څرګندوي. هغه زیاته کړه،چې چین د دایمي اوربند او له غزې تړانګې د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو او همدارنګه د “دوه دولتی حل” د اغیزمن تطبیق غوښتنه کوي.

وانګ يي هيله څرګنده کړه چې لبناني لوری به په خپل هیواد کې د چينايانو د خونديتوب لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

په ورته مهال د لبنان د بهرنیو چارو  وزیر عبدالله بو حبيب له چين څخه مننه وکړه چې په ملګرو ملتونو او نورو څو اړخيزو غونډو کې يې د لبنان  په ملاتړ خبرې کړې دي.

بوحبیب وویل چې د لبنان په شان د یوه کوچني هیواد لپاره د ملګروملتونو په چوکاټ کې د خپل حاکمیت او خپلواکۍ ساتل مهم دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي
روغتیا

په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

مارچ 8, 2026
پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

مارچ 8, 2026
د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول
وروستی خبرونه

د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

مارچ 8, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist