د چین بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/د متحده ایالاتو تبعیضي اقدامات
ای ډي: 8396217
نېټه: د سپټمبر 23، 2024
ځای: چین
موده: ۴۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-09-2024 10:26
وروستی سمون: 23-09-2024 10:30
بیجینګ، چین – د سپتمبر 23، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د دوشنبې په ورځ یوې خبرې ناستې ته ویلي، چې هیواد یې د امريکا له خوا د چينايي شرکتونو او توليداتو پر ضد له غیر عادلانه ګامونو سره په ټینګه مخالفت کوي او له امريکا غواړي چې د اقتصادي بازار اصول مراعات او درناوی یې وکړي.
لین دا څرګندونې د هغو راپورونو په غبرګون کې کړې چې ویل کیږي د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت پالن لري چې د “ملي امنیت اندیښنو” له امله د متحده ایالاتو سره تړلو چینایي بریښنايي موټریزو شرکتونو سافټویر او هارډویر باندې بندیز ولګوي.
لین جیان ویلي،چين د امريکا له ملي امنيت څخه په ناوړه استفادې سره د چينايي شرکتونو او توليداتو پر ضد د غير عادلانه ګامونو د پورته کولو سره سخت مخالفت کوي او له امريکا غواړو چې د بازار اقتصادي اصولو ته درناوی وکړي او د چينايي شرکتونو لپاره ازاد، عادلانه او بې توپيره سوداګريز چاپيريال رامنځته کړي.لين یو ځل بیا په ټینګار سره وويل،چې د چينايي شرکتونو لپاره شفاف او بې توپيره سوداګريز چاپيريال به په جدي توګه له خپلو قانوني حقونو او ګټو څخه دفاع وکړي.