د چین شي / چانګ ای – 6 ماموریت / نړیواله همکاري
ای ډي: 8396207
نېټه: د سپټمبر 23، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او لس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-09-2024 06:33
وروستی سمون: 23-09-2024 08:08
بیجینګ، چین – د سپتمبر 23، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين ولسمشر شي جين پينګ پرون د دوشنبې په ورځ ددغه هیواد د فضايي صنعت پرسونل هڅولی، چې په بېلا بېلو برخو کې نړيوالې تبادلې او همکارۍ لا ژورې کړي، څو په دې صنعت کې د ساينس او تکنالوژيکي لاسته راوړنې د انسانانو لپاره ګټورې پایلې ترلاسه کړې.
نوموړي دا څرګندونې په پلازمېنه بېجينګ کې د خلکو د غونډو په لوی تالار کې د فضايي ساينس پوهانو او انجنيرانو سره د ليدنې پر مهال وکړې چې د چانګ اي سپوږمکۍ شپږم ماموريت د څېړنې او پرمختګ په اړه يې کار کړی و.
ولسمشر شي جين پينګ زیاته کړې، بهرنۍ فضا د ټول بشریت شریکه ده او سپړنه یې ګډه موخه ده، د چین د سپوږمکۍ د سپړنې پروګرام د برابرۍ، ګډو ګټو، سوله ییزې استفادې او همکارۍ د برياليتوب پر اصولو ټينګ ولاړ دی،ده وویل که څه هم د چانګ اي پروګرام د چین له لوري پیل شوی خو دغه پروګرام په ټول بشریت پورې اړوند دي.د نوموړي په وینا، د چانګ اي سپوږمکۍ د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې د نړیوالې همکارۍ فرصتونه رامینځته کړي او د ژورې فضا سپړنې په برخه کې یې د چین له حکومت او ځواک سره مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه، موږ باید خلاص فکر وکړو، په بېلابېلو لارو کې د فضا نړیواله همکاري پیاوړې کړو، خپلې لاسته راوړنې له نورو هیوادونو سره شریکې کړو، د فضا حکومتولۍ ته وده ورکړو، او ډاډ ترلاسه کړو چې د فضا ساینس او ټیکنالوژي ټول انسانیت ته ګټه رسوي.