یکشنبه, مارچ 8, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

ملګري ملتونه: په رام الله کې د الجزیرې تلویزیون تړلو ته اندېښمن یو

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 23, 2024
5 0
0
ملګري ملتونه: په رام الله کې د الجزیرې تلویزیون تړلو ته اندېښمن یو
7
SHARES
28
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8396091.webm

د ملګرو ملتونو-اسراییل/الجزیرې دفتر/تړل

ای‌ډي: 8396091

نېټه: د سپتمبر 22، 2024

ځای: بېلابېل

موده: ۵۸ ثانیې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-22 13:24

وروستی سمون: 2024-09-22 15:36

د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د ملګرو ملتونو عمومي منشي سټیفن دوجاریک د یکشنبې په ورځ وویل چې ملګري ملتونه د اسراییلو لخوا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د الجزیرې شبکې د دفتر تړلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي دوجاریک دا څرګندونې د چین مېډیا ګروپ (CMG)  د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

نوموړي ویلي، موږ ډېر اندېښمن یو چې د نړۍ په هر ګوټ کې په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو سیمو کې د رسنیو دفترونه تړل کېږي، خبریالان د نړۍ سترګې او غوږونه دي. دوی د نړۍ سره مرسته کوي چې خلکو ته وښیي چې څه پېښېږي، او دوی باید له ځورونې او یا بل هر ډول خنډ پرته خپله دنده ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي سرتېرو د یکشنبې په سهار د لوېدیځې غاړې په رام الله کې د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال پر دغه دفتر ورننوتل، او کارکوونکو ته یې د ودانۍ د خالي کولو امر وکړ چې د ۴۵ ورځو لپاره دې دفتر وتړل شي.

له هغه وروسته الجزیرې په خپل عربي چینل یو ویډیويي کلیپ خپور کړ، چې وسله وال سرتېري ښیي چې په درنو وسلو سمبال او ماسکونه يې اغوستي دغه دفتر ته ننوځي او د بندولو فرمان یې صادروي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې دغه دفتر یې ځکه تړلی چې د ترهګرۍ د هڅولو او د ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره کارول کېده.

په ورته مهال الجزیرې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا تورونه رد کړي او په خپل دفتر کې یې د اسراییلو جنایتکارانه عمل غندلی او له اسراییلي حکومته یې غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب مسوولیت دې په غاړه واخلي.

له دې سره هممهاله د فلسطین د خبریالانو اتحادیې د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییلو دا کړنه د سیمه ییز ژورنالیزم او رسنیو د سازمانونو په وړاندې سخته سرغړونه وبلله.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي
روغتیا

په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

مارچ 8, 2026
پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

مارچ 8, 2026
د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول
وروستی خبرونه

د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

مارچ 8, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved