د سریلانکا ولسمشریزې ټاکنې/ پایلې
ایډي: 8396090
نېټه: د سپټمبر 22/21، 2024/وروستی/دوتنه
ځای: سریلانکا
موده: یوه دقیقه او اووه ثانیې
سرچینه: (CCTV)او (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-22 11:39
وروستی سمون: 2024-09-22 14:09
کولمبو، سریلانکا – 2023 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د سریلانکا د ټاکنو کمیسیون پرون د روان ۲۰۲۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ملي خلکو ځواک نوماند انورا کمارا ډیسانایاک په ټاکنو کې ګټونکی اعلان کړ.
ډیسانایاک د رایو د شمېرنې په لومړي پړاو کې ۴۲.۳۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر ساجیت پریماداسا، د اپوزیسیون سماګي جانا بالاوګیایا دواړو مخکښ و.
لکه څنګه چې هېڅ نوماند د ۵۰ سلنې څخه زیاتې رایې نه وې ګټلې، نو د ټاکنو کمیسیون د سریلانکا د ولسمشرۍ ټاکنو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دوو مخکښو نوماندانو دویم او درېیم غوره توبونه وشمېرل چې په پایله کې ډیسانایاک په نهایت کې د دوهمې شمېرنې وروسته د ګټونکي په توګه راڅرګند شو.
د یادونې وړ ده چې اوسنی ولسمشر رانیل ویکرما سینګ دویمې شمېرې ته لاره نه وه موندلې.
دغه ټاکنې د شنبې په روځ په ټول هېواد کې ترسره شوې چې څه باندې ۳۸ نوماندانو پکې له یو بل سره سیالي وکړه.