د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایې، چې سږکال په دې ولایت کې څه باندې ۶۴ زره تڼه د رومي بادنجانو حاصلات راټول کړل شوي دي. د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر قاري عبدالبصیر شاهد وویل، چې سږ کال د لوګر په کچه ټول ټال په ۱۶ زره ۴۴ هکټاره ځمکه کې رومي بادنجان کرل شوي، چې له امله یې څه باندې ۶۴ زره ۶۲۰ مټریک ټنه حاصلات لاسته راغلي دي. نوموړي د ښه اقلیمي شرایطو، د رومي بادنجانو د مرضونو کنټرول، بزګرانو ته د عامه پوهاوي برنامو پر لاره اچول، د اوبو کنټرول او سپما په موخه د قطره یي سیسټم رامنځته کول د رومي بادنجانو په حاصلاتو کې د ښه والي اساسي علتونه یاد کړل.