د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت وايي، د نورو سکتورونو ترڅنګ کرنې برخې ته د پاملرنې له کبله سږ کال د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي دي. اقنصادي معاونیت د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي لامل د بزګرانو لپاره د ۷۰ زره اصلاح شويو تخمونو وېش، د کرنيزو کانالونو جوړول او بيارغونه، د کيمياوي سرو وېش، د کوچنيو بندونو جوړول، د کوکنارو د کښت منع کول او د بديل په توګه د غنمو کښت، د غنمو د قاچاق مخنیوی او د بزګرانو څخه په مناسبه بیه د اضافي غنمو اخیستل دي.