د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې تېر کال د څه باندې ۵.۵ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸ زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګهوالو پلورل شوي دي. کانونو او پټرولیم وزارت دغه څرګندونې نن د کلنیو لاسته راوړونو او حساب ورکونې په پروګرام کې کړې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په دغې غونډه کې ویلي، چې د تېر يوه کال په ترڅ کې په پنجشېر ولايت کې د زمردو شاوخوا ١٧٠٠ سيمې سروې او پېژندل شوې او د قانوني کېندنې لپاره يې ٥٧٥ جوازونه صادر شوي دي. د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي چې اوسمهال یوازې ٥٠٠ يې فعال دي. دغه وزارت په ۲۸ ولایتونو کې د ۶۴۷ کاني ساحو سروې له خپلو مهمو فعالیتونو څخه شمېري.