یکشنبه, مارچ 8, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په سوډان کې روانې جګړې ۱۰.۸۷میلیونه کسان بېځایه کړي

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 20, 2024
3 0
0
په سوډان کې روانې جګړې ۱۰.۸۷میلیونه کسان بېځایه کړي
5
SHARES
19
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8395480.webm

سوډان – بې ځایه شوي وګړي / تازه حال

ای‌ډي: 8395480

نېټه: د سپتمبر 18، 2024

ځای: سوډان

موده: یوه دقیقه او دیارلس ثانیې

سرچینه: (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-18 20:53

وروستی سمون: 2024-09-19 00:15

بېجینګ، چین – د سپتمبر 18، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې سوډان د روان د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر میاشتې پورې د څه باندې ۱۰.۸۷ میلیونه داخلي بې ځایه شويو کسانو شاهد و.

د یاد راپور په حواله ویل شوي، چې د تېر ۲۰۲۳ کال د اپرېل میاشتې له ۱۵ مې نېټې راهیسې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو او د چټک ملاتړ نومې ډلې تر منځ په جګړه کې تر اوسه نږدې اته اعشاریه یولس میلیونه سوډانیان بې خایه شوي او له دوه اعشاریه څلور دېرش میلیونو څخه زیات نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د راپور له مخې، خرطوم د داخلي بې ځایه شویو تر ټولو لوی نفوس لري، ورپسې جنوبي دارفور او شمالي دارفور دی چې پکې ډېر وګړي دېره دي. د یادونې وړ ده چې د دغو بې ځایه شویو شاوخوا ۵۲ سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

په سوډان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازی شیلډن یت د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په سوډان کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د وژونکو ناروغیو لکه کولرا، ملاریا، ډینګي تبې او شري په څېر ناروغیو له لوړ خطر سره مخ دي.

نوموړي د یاد بیان له لارې ویلي، په سوډان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله ښايي یادې ناروغۍ په چټکۍ سره خپرې شي چې له امله به په اغېزمنو ایالتونو او سیمو کې د ماشومانو ژوند په جدي توګه خراب کړي.

هغه وویل، روان ناورین په دغه هېواد کې د واکسین کولو په نرخونو کې د پام وړ کمښت او د روانې کورنۍ جګړې له امله د روغتیا، اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې زېربنا له منځه وړې، چې له کبله یې په یاد هېواد کې د ډېری ماشومانو د تغذیې وضعیت نور هم له خطر سره مخ کړی دی.

 د یونیسف په وینا، په سوډان کې د واکسین پوښښ د داخلي جګړو څخه دمخه د ۸۵ سلنې څخه شاوخوا ۵۰ سلنې ته راټیټ شوی، او د جګړو په فعالو سیمو کې دا کمښت په اوسط ډول ۳۰ سلنې ته رسېږي.

په ورته مهال د سوډان د روغتیا وزیر هیثم محمد ابراهیم د اګست میاشتې په ۱۷ نېټه په رسمي ډول په هېواد کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو اعلان وکړ.

هغه د کولرا د خپرېدو لامل د چاپېریال د خرابېدو او د روانو جګړو او د ککړو اوبو د کارولو له امله وباله.

 د سوډان د روغتيا وزارت وايي، د جولای میاشتې له ۱۵ نېټې څخه د روانې سپټمبر میاشتې تر نیمايي پورې، په هېواد کې د کولرا قضیې په لوړه کچه ثبت شوې دي چې له امله یې تر اوسه نږدې ۳۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې په سوډان کې د روانې جګړې له کبله هم لږ تر لږه ۲۳۰۰۰ کسان وژلي شوي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي
روغتیا

په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

مارچ 8, 2026
پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

مارچ 8, 2026
د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول
وروستی خبرونه

د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

مارچ 8, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved