یکشنبه, مارچ 8, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په غزه کې د اسراییلي اشغال د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 20, 2024
4 0
0
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په غزه کې د اسراییلي اشغال د پای ته رسولو غوښتنه وکړه
5
SHARES
21
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8395540.webm

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، فلسطین خاوره

ای‌ډي: 8395540

نېټه: د سپتمبر 10-12، 2024

ځای: بېلابېل

موده: یوه دقیقه او څلور پنځوس ثانیې

سرچینه: CGTN

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-19 09:35

وروستی سمون: 2024-09-19 09:42

 د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه (CCTV) د‌ چینایی وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د چهارشنبې په ورځ د رایو په لوی اکثریت سره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پکې د اسراییلو له لوري د فلسطیني خاورې اشغال ته د ۱۲ میاشتو دننه د پای ته رسېدو غوښتنه شوې.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په لسمه بېړنۍ ځانګړې غونډه کې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس او د فلسطین په پاتې برخه کې د اسرائیلو د اقداماتو په اړه پرېکړه لیک په ۱۲۴ موافقو، ۱۴ مخالفو او ۴۳ ممتنع رایو سره تصویب شو.

دغه پرېکړه لیک چې د سه شنبې په ورځ د فلسطیني دولت او شلو نورو هېوادونو له لخوا په ګډه تهیه شو، پکې له اسراییلي لوري غوښتنه شوې چې د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلو ټولو قانوني مکلفیتونو سره سم عمل وکړي، او د عدالت نړیوالې محکمې مشورتي نظرونو ته درناوی وکړي.

د نوي تصویب شوي پرېکړه لیک له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له اسراییلو غوښتې چې د دولسو میاشتو په موده کې په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې خپل غیر قانوني حضور پای ته ورسوي، او په وینا یې د دې حضور دوام د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې همدا راز له اسراییلو غوښتي چې ژر تر ژره د نړیوالو قوانینو له مخې خپل ټول قانوني مکلفیتونه تعقیب کړي کوم چې د عدالت نړیوالې محکمې لخوا ټاکل شوي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي محمد عیسی ابوشهاب د رایې اچونې څخه وړاندې په خپلو څرګندونو کې وویل، چې په غزه کې بشري ناورین باید اړمنو کسانو ته له خنډ او ځنډ پرته لاسرسي، د اوربند تړون او د امنیت شورا د ټولو اړوندو پرېکړه لیکونو بشپړ پلي کولو له لارې حل شي.

هغه د جګړې د حل لپاره د دوو دولتونود منځته راتګ د حل د ترلاسه کولو په هدف د سولې د باوري بهیر پر بیا پیلولو ټینګار وکړ او د فلسطین لپاره یې د بشپړ دولت او په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل، چې دروان مصیبت پای ته د رسېدو وخت راغلی دی.

له دې سره هممهاله د سه شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې  د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ راغلی چې پکې فلسطین د یوه خپلواکه دولت جوړولو غوښتنه کړې او ختیځ بیت المقدس یې د پلازمېنې په توګه ټاکل شوی.

ریاض منصور وویل، چې د فلسطین خلک د نړۍ د نورو ټولو اتباعو په څېر  د خپلواکۍ غوښتونکي دي او د خپلو   حقونو په لټه کې دي.

نوموړي زیاته کړې، فلسطینیان یوازې ژوندي پاتې کېدل نه بلکې بشپړ ژوند کول غواړي، دوی غواړي په خپلو کورونو کې د خوندیتوب احساس وکړي، خپل ماشومان پرته له وېرې ښوونځي ته واستوي، دوی په حقیقت کې آزاد اوسېدل غواړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي
روغتیا

په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

مارچ 8, 2026
پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

مارچ 8, 2026
د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول
وروستی خبرونه

د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

مارچ 8, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved