د نورستان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې ۴۲ کیلو متره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د چارواکو په خبره دغه سړک د غربي نورستان له درې ولسوالۍ او د ګوردر درې له لارې له مرکزي نورستان سره نښلوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. چارواکي وایي، چې د یاد سړک د جوړېدو پر مهال د سیمې یو شمېر کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې وه. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکي د یاد سړک په جوړېدو خوښ دي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.