په سمندر کې چین / روسیه / ساحل ساتونکي
ایډي: 8395517
نېټه: وروستی
ځای: سمندر
موده: ۵۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-18 05:40
وروستی سمون: 2024-09-18 07:25
په بحر کې – وروستي (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چین او روسیې سمندري ساتونکو د روانې اونۍ په پیل کې د روسیې لوی خلیج پیټر ته څېرمه په اوبو کې ګډ تمرینونه پیل کړي چې په پام کې ده د جمعې په ورځ به پای ته ورسي.
د چین د سمندري ساتونکو میشان او شیوشان نومې کښتۍ په یادو تمرینونو کې برخه اخلي، کوم چې د سمندري امنیت ګواښونو اداره کولو او د سمندري ژغورنې ترسره کولو باندې متمرکزې دي.
د مهالوېش له مخې، له ګډو تمریناتو وروسته به دراتلونکي شنبې په ورځ د دواړو خواوو کښتۍ د شمالي ارام سمندر په اوبو کې ګډې ګزمې هم وکړي.
د چین سمندري ګارد وايي، دا تمرینونه او ګزمې د کوم بل هېواد یا سیمې په موخه نه ترسره کېږي او نه هم له اوسنيو نړیوالو یا سیمه ییزو مسئلو سره تړاو لري. د ګارډ په وینا د دې چارې موخه د دواړو هېوادونو د سمندري قانون پلي کوونکو ځواکونو تر منځ د دوستانه او عملي همکارۍ پياوړي کول، د ګډو ګزمو سازماني او همغږی ميکانيزم ښه کول او د بېلابېلو سمندري امنيتي ګواښونو په وړاندې د ګډ ځواب ورکولو توان لوړول دي.