د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر د دغه وزارت سرپرست وزیر ته د مسکو په مشورتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د روسيې سفير زیاته کړې، چې له افغانستان سره اړيکې د روسيې لپاره مهمې دي او د سرپرست حکومت پلاوي ته بلنه ورکول کېږي چې د دغه هېواد په کوربه توب په ټولو سيمهييزو او نړيوالو غونډو کې ګډون وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست د مسکو په راتلونکې ناسته کې د ګډون لپاره د بلنې له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان له پیله د مسکو په غونډو کې ګډون کړی دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د مسکو غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روسیې په نوښت پیل شوې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان، چین، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) د استازو په ګډون جوړېږي.