چین د بهرنیو چارو وزیر،کوریا
ایډي: 8395528
نېټه: د سپتمبر 18، 2024
ځای: چین
موده: ۴۱ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-18 07:21
وروستی سمون: 2024-09-18 07:31
بېجینګ، چین – د سپتمبر 18، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې د جنوبي کوريا او چين د پارلمانونو د اتحاديې له مشر کيم تای نين سره وکتل او د نژدې ګاونډيانو په توګه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښاغلي وانګ يي چې په ورته مهال د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې غړی هم دی د یادې کتنې پر مهال یې د چين او جنوبي کوريا ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره د دې اتحاديې د همکارۍ ستاينه هم وکړه.
وانګ يي وويل، چې د نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو له هر ډول بدلون او ننګونو سره سره چين او جنوبي کوريا بايد په ګډه خپل پرمختګ ته دوام ورکړي. هغه له دواړو هېوادونو وغوښتل چې د باور وړ ګاونډیان او همکار ملګري پاتې شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي ژوند روحيه لا نوره هم پياوړې شي.
په ورته مهال د جنوبي کوريا او چين د پارلمانونو د اتحاديې مشر کيم تای نين کيم او د بېلا بېلو سياسي ګوندونو نورو غړو چې چين ته يې په سفر کې ورسره ملګرتيا کوله وويل، چې د جنوبي کوريا او چين د پارلمانونو اتحاديه غواړي چې له چين سره د څو اړخيز ملاتړ، د ازادې سوداګرۍ د ساتلو او په شمال ختيځې اسيا کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره ګډ کار وکړي.