افغان کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. په دې لوبه کې سویلي افریقا لوبډلې د بچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه ترسره کړه. افغان لوبډلې ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۰۷ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې یې افغان لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۲۶ م اور کې ترلاسه کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي شو، چې په ۷ اورونو کې یې د ۳۵ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.