بلجیم/فرانسه-اروپايي کمیسیون/نومنینه
ایډي: 8395473
نېټه: د سپتمبر 18، 2024
ځای: فرانسه بلجیم
موده: یوه دقیقه او درې څلویښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-18 02:16
وروستی سمون: 2024-09-18 03:06
بېجینګ، چین – د سپتمبر 1، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د اروپایي کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لیان د سې شنبې په ورځ د اروپایي کمیسیون لپاره نويو وړاندیز شویو نوماندانو نومونه په ډاګه کړل، تمه ده چې د اروپا پارلمان به په راتلونکو څو میاشتو کې دغه نوماندان د پنځه کلنې دورې لپاره تایید کړي.
په دغه ټاکل شوي ۲۷ کسیز کمیسیون کې به شپږ اجرایوي مرستیالان وي.
د اروپایي اتحادیې (EU) له مقرراتو سره سم، د اروپا پارلمان به له ۲۶ نوماند وزیرانو څخه د هر یو په انفرادي ډول ارزونه وکړي. که ټول تصویب شي، نو نوی کمیسیون به په رسمي توګه خپل کار پیل کړي. که چېرې کوم نوماند رد شي، د اروپايي اتحادیې اړوند غړي هېواد به د بدیل وړاندیز وکړي.
اروپایي کمیسیون د اروپایي اتحادیې د اجراییوي ارګان په توګه کار کوي او په اړوند قانون کې یوازینۍ اداره ده چې د قانون وړاندیز کولو واک لري. د کمیسیون مشره یې اوس مهال وان دیر لیان ده چې د اروپایي اتحادیې د پرېکړو په جوړولو کې مهم رول لوبوي، او په دغه اتحادیه کې د حکومت د مشرې په حیث فعالیت هم کوي.