د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د روان مالي کال په ۴ میاشتو کې د دغه هېواد عواید یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. انټونیو ګوټرېش وایي، د تېر کال پرتله یې ۱۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی. دغه راز په یاد راپور کې ویل شوي شوي چې د افغانستان ګمرکي عواید د تېر کال پرتله له دوه سلنه کموالي سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي زیاته کړې چې، په ۲۰۲۴ زیږیز کال کې ۲۳٫۷ مېلیونه افغانان د بشري مرستو اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې، ۱۲٫۴ مېلیون افغانان چې، اته سلنه یې ښځې او ماشومان دي، مرستو ته اړتیا لري؛ خو دغه بنسټ د بودیجې د کموالي له امله یوازې له یو مېلیون کسانو سره مرسته کوي.