د روسیې -وسله وال ځواکونه / پراختیا
ای ډي: 8395398
نېټه: د سپتمبر 16، 2024/دوتنه
ځای: روسیه
موده: یوه دقیقه او اته ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-17 13:27
وروستی سمون: 2024-09-17 15:10
روسیه مسکو – د مارچ 21، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې د ۱.۵میلیون پوځي پرسونل په ګډون د روسیې د وسله والو ځواکونو شمېر ۲۳۸۹۱۳۰ کسانو ته لوړ شي.
د پخواني فرمان له مخې چې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر میاشت کې د پوتین لخوا لاسلیک شوی و د روسیې د وسله والو ځواکونو شمېر ۲۲۰۹۱۳۰ کسان و چې ۱.۳۲ میلیون نظامي پرسونل هم پکې شامل و. چې د نوي فرمان سره به یې شمېره نوره هم لوړه شي.
نوی فرمان چې د حقوقي معلوماتو لپاره په رسمي ویب پاڼه کې خپور شوی، د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به نافذ شي.
په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د روسیې وسله والو ځواکونو د کورسک په سیمه کې د اسپینوفکا او بورکي ښارګوټي آزاد کړي دي. سربېره پر دې، د روسیې وسله والو ځواکونو په همدې ورځ په سیمه کې له بېلابېلو لورو څخه د دښمن پنځه ځوابي بریدونه هم په شا تمبولي دي.