د میانمار په څو سیمو کې د یاګي توپان او د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳۶ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۷ کسان لادرکه دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا ویلي، ښایي دغه شمېر نور هم لوړ شي. دغې ادارې پرون په یوه تازه راپور کې ویلي، ډېرې سرچینې ښیي، چې سلګونه کسان مړه شوي او ډېر نور لادرکه دي. د دغې ادارې د راپور له مخې، اټکل کېږي چې د دغو سېلابونو له امله ۶۳۱ زره کسان اغېزمن شوي وي. په میانمار کې سېلابونو لږ تر لږه نهه سیمې او ایالتونه اغېزمن کړي دي. اوچا وویل، چې د خوراکي توکو، د څښاک اوبو، درملو، جامو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا وه؛ خو د سړکونو او پلونو ویجاړتیا او د مخابراتو او انټرنېټ بې ثباته خدمتونو د مرستې هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.