د ایران ولسمشر/چین
ایډي: 8395245
نېټه: د سپتمبر 16، 2024
ځای: ایران
موده: یوه دقیقه او نهه ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-16 19:53
وروستی سمون: 2024-09-16 19:57
تهران، ایران – د جولای 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه تهران کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، ایران چمتو دی چې له چین سره د قوي اړیکو او همکاریو زیاتولو ته دوام ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې د جولای میاشتې په وروستیو کې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وکړې.
د یادونې وړ ده چې ایران په تېر ۲۰۲۳ کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړی شو او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه یې د برېکس هېواونو په ډله کې بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړ.
کله چې د چين او ايران د اړيکو په اړه له نوموړي وپوښتل شول، چې د دواړو لوریو اړيکو ته په کومه سترګه ګوري، پزشکیان د ايران او سعودي عربستان د پخلاينې په برخه کې د چين د رول ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې له چين سره ژورې دوه اړخيزې همکارۍ ته لا سترګې په لار دي.
ښاغلي پزشکیان د خپلو خبرو پر دوام سره زیاته کړه، ایران تل له چین سره ښې اړیکې ساتلې دي. د ایران او سعودي ترمنځ د شخړو د حل لپاره د چین منځګړیتوب د سیمه ییزې سولې لپاره یو مهم ګام دی. ایران د چین یو هراړخیز ستراتیژیک ملګری دی. موږ به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او اړوندو تړونونو د پلي کولو لپاره ګډ کار کولو ته دوام ورکړو.
نوموړي په تهران کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه په وژلو سره اسراییل په دې تورن کړ چې هڅه کوي ایران د منځني ختیځ په شخړو کې ښکېل کړي او سیمه ییزه سوله زیانمنه کړي. هغه ټینګار وکړ چې ایران له زغمه کار اخیستی، خو د اړتیا په صورت کې له ځانه د دفاع حق لري.
د ایران ولسمشر دغه راز د اسراییلو له خوا د فلسطینیانو په خلاف د جنګي جنایتونو او نسل وژنې په غندلو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه جنایتونه وغندي او هم یې ودروي.
پزشکیان له امریکا سره د اړیکو په اړه وویل چې ایران د جګړې پر ځای سوله غواړي، او د اټومي وسلو د پراختیا کوم پلان نلري. نوموړي وویل له هغه چې متحده ایالاتو د ۲۰۱۵کال اټومي تړون (JCPOA) څخه وتلی د ایران په وړاندې یې هر اړخیز بندیزونه وضع کړي.
نوموړي دغه راز وویل، د امریکا او ایران ښې اړیکې په دې پورې اړه لري چې ایا امریکا له ایران سره دښمني ختموي او بندیزونه لرې کوي.
پزشکیان د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې متحد شي، اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او د اسراییلو له خوا د ترسره شویو جنایتونو مخه ونیسي. هغه وويل، ایران چمتو دی چې د څو اړخیزیزم په چوکاټ کې د چین په څېر له دوستو هېوادونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي څو بریالۍ پایلې ترلاسه کړي.