کیوبا – د اوبو کمښت
ای ډي: 8395035
نیټه: سپتمبر 2024
ځای: کیوبا
موده: یوه دقیقه او څلور ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-15 01:11
وروستی سمون: 2024-09-15 03:52
هاوانا، کیوبا – سپتمبر 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په کیوبا کې څه باندې ۶۰۰ زره خلک د څښاک د پاکو اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي. حکومت د دې ستونزې د حل لپاره، د اوبو د وران شوي سیسټم ترمیم ګړندی کړی دی.
د کیوبا چارواکو ویلي چې د اوبو رسولو اوسنۍ ستونزې د اوبو د پمپ کولو سټیشنونو کې د تخنیکي ستونزو او د بریښنا دوامداره بندیدو له امله رامینځته شوې.
د څښاک اوبو ته لاسرسی د څه مودې راهیسې د کیوبا په ټاپو کې یوه لویه ستونزه ده او له همدې امله خلک د ګرمۍ او د کافي اوبو د نشتوالي له امله سخت او نارامه شوي دي.
د هاوانا یو اوسېدونکی ماریو مستیلیر وايي، موږ د اوبو له جدي کمښت سره مخ یو، او دا یوازې یوه سیمه نه بلکې پر هر چا باندې اغېز کوي. زه دلته نږدې ژوند کوم او زما وضعیت هم د اوبو د نشتوالي له امله خراب دی.
د هاوانا یوې بلې اوسیدونکې لودیلینا پییرو وايي، ما دلته سخت وختونه تیر کړي دي ځکه چې اوبه په هرو څلورو ورځو کې یوازې یو ځل ورکول کیږي. نو زه باید د خپلو زامنو یو کور ته د حمام یا خوړلو لپاره لاړه شم، ځکه چې زه یوازې ژوند کوم.
لودیلینا وویل چې د اوبو د کمښت له امله د هغې زامن د اوبو ذخیره کولو لپاره سترې ټانکې کاروي څو د کور له پایپونو سره یې ونښلوي او د اوبو په رسولو کې مرسته وکړي.
د دغه ټاپو زړه بریښنایي فابریکه د تیلو رسولو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ ده، چې د بریښنا د بندیدو لامل کیږي، صنعت او اوسیدونکي دواړه اغیزمنوي.
وروسته له هغه چې د کیوبا حکومت د اوبو پمپ کولو تجهیزاتو ترمیم وکړ، په هاوانا کې ځینې ولسوالۍ لا دمخه اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ښه والی لیدلی.
د هاوانا اوسیدونکې ماریا تیریزا بټیستا د حکومت د وروستیو هڅو په اړه وايي، داسې ښکاري چې ستونزې حل شوې، او د اوبو رسولو چارې بیرته عادي حالت ته راستونې شوې دي.
په ورته وخت کې د اوبو د سرچینو کارکوونکي د نوي پایپونو او پمپونو په ترمیم او نصب کولو لګیا دي څو د اوبو رسولو سیسټم بیرته فعال شي.