چین – توپان بیبینکا / ایستل
ای ډي: 8395113
نېټه: د سپټمبر 15، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دوه دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-15 20:19
وروستی سمون: 2024-09-15 20:23
پینګ هو ښار، د ژیجیانګ ولایت، ختیځ چین – د سپتمبر 15، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
چینايي چارواکو د دغه هېواد په ختیځ ساحلي ولایتونو ژی جیانګ او ژیانګ سو کې د روان کال دیارلسم بیبینکا نومی توپان د اغیزو د کمولو لپاره له یادو سیمو د اوسیدونکو بیړني ایستل پیل کړي دي.
د ژی جیانګ ولایت د زوړ پینګ هو ښارګوټي سيمه چې د زياتو سپين ږيرو په ګډون څه باندې١٤٠٠ تنه اوسېدونکي لري، د ځای پر ځای کولو چارې يې پیل شوې دي.
د پینګ هو ښار ته ډېری عمر خوړلي کسان لنډمهاله سرپناه ته ایستل شوي دي. دغه ځای د خواړو او تګ راتګ لپاره کافي چارې چمتو کوي، دغه راز د هر ډول روغتیایي اندیښنو د حل کولو لپاره د بسترونو ، خواړو ، څښاک اوبو او طبي کارمندانو سره مجهز دی.
دغه ولایت د توپان د مخنیوي لپاره د خپل بیړني غبرګون کچه ۱۱ ته لوړه کړې ده.
د دغه هېواد په جيانګ سو ولايت کې یې هم د خونديتوب هراړخيزې پلټنې او د وتلو منظمې چارې تر سره کړې دي.
ویل کیږي د یاد توپان له امله چارواکو د یکشنبې په ماسپښین ناوخته د یانګټزي سیند پر غاړه نانتونګ د روګاو بندر هم وتاړه.
د ژانګجیانګ جین جیانگ روګاو پل جوړونې ځای کې چې د سیند په غاړه موقعیت لري ټول کارګران یې د توپان له راتلو دمخه ایستل شوي دي.
د روګاو بندر د اوبو د چارو رئیس انجنیر دينګ ژیاو او شينګ وويل، له لنډمهاله بېړۍ څخه د روګاو–ژانګ جيانګ بېړۍ ته موږ ټول ټال ٤٢٨ کسان ايستلي دي، تر اوسه پورې د دغه ساختماني ساحې په ساحه کې د ژانګجیانګ پل ټول ساختماني کارکوونکي زموږ پناه ځايونو ته لېږدول شوي دي.
په نانتونګ کې چارواکو تر خپل واک لاندې د ساحلي سیمې په اوږدو کې له ۱۴۰۰ څخه ډیر خلک او له ۲۰۰ څخه ډیر کښتۍ ایستلې دي.
بیبینکا توپان د دوشنبې په سهار په شانګهای کې ډېرې سیمې ولړزولې، ویل کیږي دا په تیرو ۷۰ کلونو کې ترټولو قوي توپان بلل شوی دی.